- مطابق
خبر:
عمران خان له خوشي کېدو وروسته لومړۍ عمومي وینا کې وویل وویل:«نن زموږ ډیموکراسي په یوه تار راځړیږي». نوموړي هغه کسان «مافیا» وبلل چې د ده په نیولو پسې راغلي و. د خان دغه خبرې د ټلویزیون له لارې خپرې نه شوې. (ګارډین)
تبصره:
پوځي ځواک د ۵۰مې لسیزې له وروستیو راهیسې د پاکستان په سیاسي سیسټم کې لاسوهنه پیل کړه چې د خپلې خوښې پایلې ترلاسه کړي. دا لړۍ د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پر مهال چټکه شوه؛ خو په ۱۹۹۰ کلونو کې، چې د ډیموکراسۍ دوره وه، یې ریښې وغځولې.
پوځ د سیاسي لوبغاړو د اداره کولو لپاره ځینې وسیلې رامنځته کړې؛ لکه د فساد تورونه، بلک مېل کول، شکنجه، رشوت، برمته کول، ترور او ... . دغه وسیلې وروسته بیا پر معیاري مېتودونو، اقداماتو او تکتیکونو بدلې شوې چې له لارې یې ملکي لوبغاړي واک ته راولي، د واک پر مهال یې مدیریت کړي او کله یې چې د پوځ موخې پوره کړې؛ له واکه یې لرې او بې اعتباره کړي.
پوځ دغه ټول مېتودونه او تکتیکونه د بوټو او شریف کورنیو د واکمنۍ پرمهال پاخه او کمال ته ورسول؛ دواړه لوري یې یو د بل پر وړاندې ولوبول. پوځ له دغو مېتودونو، اقداماتو او تکتیکونو سره عادت شو او افسرانو یې دا ډول تګلارې د بوټو او شریف کورنیو د فساد د کنټرول لپاره ومنلې چې خپلې بنسټیزې ګټې پرې وساتي.
د پوځ په خوښه سیاسي پایلو ترلاسه کولو لپاره د دغو وسیلو کارول درې لیسزې په بریالۍ توګه مخته لاړل؛ خو باجوه د عمران خان د پورته کولو، مهار او بیا له واکه لرې کولو په برخه د غو وسیلو کارولو ته دوه ځلي او ژور فکر ونه کړ. عمران خان د پوځ پر مشر نیوکه وکړه چې د کنټرول هڅه یې کوي او پر وړاندې یې ودرېد؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې عمران خان لرې کړای شو، د ده د چوپولو او بدنامولو لپاره یې د پوځ د مشر هڅې افشا کړې.
دغه هڅې همداراز د پوځ د ننه او عامه افکارو کې د حیرانتیا لامل شوې. دا ځکه چې ډيرو عمران خان ته د خانداني او میراثي سیاستوالو د ژور فساد او په سیاسي جوړښت کې د پوځ د پرلپسې لاسوهنو په پرتله، د یوه پاک او صادق کس په سترګه کتل.
پر دې سربېره، خان وکولی شول چې په پاکستاني ټولنه کې د امریکا ضد پټو احساساتو څخه ګټه واخلي؛ په ځانګړي توګه د هغو ځوانانو له احساساتو چې له ۹/۱۱ پيښې وروسته نړۍ کې را لوی شوي؛ دوی هم د پراخ فساد په سبب له سیاسي رهبرۍ خوابدي وو او هم د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا جګړې ته د ډېرو امتیازاتو ورکولو په سبب له پوځ څخه خوښ نه وو.
باجوه او ورپسې منیر فکر کړی و چې د دوی پخې وسیلې به د عمران په مهارلو کې د دوی مرسته وکړي. دوی خان، له خان څخه د پاکستاني ټولنې د ځوانانو ملاتړ او په متقاعدو پوځيانو کې د خان پلویان له پامه غورځولی و.
له دې امله، هېواد اوس په نامعلوم وضعیت کې دی. هغه وسیلې چې په سیاسي جوړښت کې د لاسوهنې لپاره رامنځته شوې وې، نه یوازې دا چې ماته يې خوړلې؛ په پوځ کې د اندیښنې را پیدا کېدو لامل هم شوې. دغه وضعیت منیر د خان په مسله کې له نرمۍ راګرځولی. سربېره پر دې، له خان او PTI پرته، د پاکستان له ډیموکراټیک خوځښت سره هېڅ د پام وړ مخالفت نشته. د دې لپاره چې ټولټاکنې ومنل شي او د باور وړ وي؛ پوځ باید د تېر پشان د حاکم ګوند پر وړاندي مخالف اړخ رامنځته کړي. که داسې ونه شي، خلک به د ټاکنو پایلې و نه مني.
پخوا به چې په سیاسي جوړښت کې د لاسوهنې پایلې ناکامې شوې؛ پوځ مداخله کړې. خو د پوځ پر وړاندې شدید مخالفت، د خان په مهارولو کې د پوځ ماتې او ورپسې سیاسي حماسې او کمزوري اقتصاد ته په کتو؛ د پوځي حکومت اعلان نه یوازي دا چې ستره تېروتنه ده، بلکې د ډېرو په اند پرته له دې چې نورو بې شمېره لانجمنو مسایلو ته پام وکړي، په لوړه بیه په واک کې د پاتې کېدو لپاره د منیر نهیلي کوونکې هڅه ده. دغه وضعیت د عمران خان لپاره هم نامعلوم دی. خان د پخوا په پرتله ځواکمن را څرګند شو؛ خو کله چې په واک کې و، نهیلی و، پخواني وضعیت ته یې شرموونکی دوام ورکړ، د بدلون لپاره یې هر اړخیز پلان نه درلود او شاوخوا یې په فساد ککړ سیاستوال او مشاورین دي؛ لکه د پاکستان ډیموکراټیک خوځښت کې چې دي.
نو په راتلونکو ورځو او اونیو کې به د پاکستان سیاسي وضعیت همداسې د بدلون په حالت کې وي، دا د راډیکال او اساسي بدلون غوښتونکو ته غوره فرصت برابروي؛ هغه بدلون چې ریښه یې په اسلام کې ده؛ غواړي چې اوسنی نظم د صلاح او خیر پر لور بوزي او پاکستان ته عزت او وقار راوګرځوي.
[مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيب]
ژباړه: «... د الله نصرت به کله راشي؟ پوه شه! چې د الله نصرت نیږدې دی!» [بقره: ۲۱۴]
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
عبدالمجید بهاټي